تاسو کولای شئ د Android او iOS له پاره د ټویټر، >x<.com یا نورو موبایل اپلېکېشنونو په کارولو سره خپلو ټویټونو ته د موقعیت اضافه کول غوره کړئ. د بېلګې په توګه خپل ټویټ ته د موقعیت د اضافي زمینو د ورکولو له پاره، تاسو کولای شئ د عمومي موقعیت لېبل ورکړئ لکه “SoMa, San Francisco " د iOS او Android له پاره پر ټویټر په ټاکلو موقعیتونو کې هم ښایي تاسو خپل ټویټ له خپل نوم سره په ځانګړې سوداګرۍ، ځانګړې نښې او د ګټې په کومه بله نقطه کې لېبل کړئ. دغه موقعیتونه د Foursquare او Yelp له لوري چمتو شوي دي..
که تاسو د Android او یا iOS له پاره ټویټر کاروئ، ټویټ ښایي همدارنګه ستاسو کره موقعیت هم شامل کړي (د بېلګې په توګه د GPS کورډیناټ له کوم څخه چې تاسو ټویټ کړی دی)، API له لارې موندل کېدای شي، سربېره د موقعیت پر هغه لېبل چې تاسو غوره کړی دی. چې د ټویټر د د نورو معلوماتو له پاره لاندې وګورئ.
ستاسو ټویټونو ته د یوه موقعیت اضافه کول:
کله چې کره موقعیت ستاسو په دستګاه کې فعال شو، خپل ټویټ په نارمل دول ولیکئ. که تاسو له دې وړاندې خپلو ټویټونو ته کوم موقعیت نه وي اضافه کړی، تاسو به یو پرامپټ وګورئ چې له تاسو پوښتي که غواړئ یو کره موقعیت اضافه کړئ.
د ټویټ د لیکلو په بکس کې د موقعیت پر ایکن کلېک وکړئ تر څو د ځایونو یو لېست درته خلاص کړي چې تاسو یې ټاکلی شئ.
هغه موقعیت وټاکئ چې غواړئ خپل ټویټ ته یې اضافه کړئ.
که تاسو یو انځور په خپل ټویټ کې اضافه کوئ چې د اپلېکېشن په کمره اخیستل شوی دی او د موقعیت پر آیکن کلېک وکړئ، نو ستاسو کره موقعیت (جغرافیایي سور او اوږدوالی) به له ټویټ سره مرتبط شي او د API له لارې به د موندلو وړ وي.
د iOS له پاره د ټویټر د پخوانیو نسخو له پاره به ستاسو ټویټ د ټویټ کولو پر مهال تل هم ستاسو د غوره کړي موقعیت نوم او هم ستاسو د دستګاه کره موقعیت (چې د API له لارې به د موندلو وړ وي) شامل کړي.
کله چې په راتلونکي کې تاسو د ټویټر له اپلېکېشن څخه په ګټې اخیستنې پر هماغه دستګاه ټویټ کوئ، نو ستاسو عمومي موقعیت به ستاسو له اوسني موقعیت څخه په ګټې اخیستنې په خپلکاره ډول ستاسو له ټویټ سره را څرګند شي، د iOS له پاره د ټویټر د نسخو له پاره مخکې له 6.26، به ستاسو کره موقعیت (او په APIکې به د موندلو وړ وي) له عمومي موقعیت سره یو ځای اضافه شي
ستاسو ټویټونو ته د موقعیت د اضافه کولو د درولو له پاره:
د ټویټ د لیکلو پر آیکن کلېک وکړئ.
د موقعیت پر آیکن کلېک وکړئ تر څو د موقعیتونو یو لېست درته خلاص شي.
ستاسو اوسنی موقعیت به په نښه شي. په پورته کیڼ لوري کې پر >x< کلېک وکړئ تر څو له ټویټ څخه ستاسو د موقعیت معلومات لرې شي. ستاسو د موقعیت معلومات به په راتلونکو ټویټونو کې تر هغې څرګند نشي تر څو تاسو وروسته ټویټ ته د موقعیت اضافه کول نه وي ټاکلي.
تاسو په ځینو ساحو کې یو غوراوی لرئ چې خپل ټویټ له یوې ځانګړې سوداګرۍ، نښې او یا د ګټو له نقطې سره لېبل کړئ. دغه ځایونه له Foursquare او Yelp څخه چمتو کېږي. که تاسو احساس کوئ چې کوم ټویټ ځوروونکی دی نو د لارښوونو په تعقیبولو سره د هغه په اړه ټویټر ته راپور ورکړي دلته.