د ټويټ موقعيت په اړه تکراري پوښتنې

له خپل موقعيت سره د ټويټ کولو په اړه عامه پوښتنو ته ځينې ځوابونه په لاندې ډول دي. داچې له خپل موقعيت سره څنګه ټويټ کولی شئ  په اړه يې معلومات ترلاسه کړئ.

زما له ټويټونو سره د موقعيت په اړه کوم معلومات تړلي وي؟
 

  • د کره موقعيت فعالولو په مرسته تاسې کولی شئ چې په انتخابي ډول خپلو ټويټونو ته د موقعيت په اړه معلومات اضافه کړئ. دا ځانګړنه په عادي حالت کې بنده وي او اړينه ده چې د ګټې اخيستنې لپاره يې فعاله کړئ. دا چاره ټويټر ته اجازه ورکوي چې ستاسې د موقعيت په اړه کره معلومات لکه GPS، راټول، ذخيره او ګټه ترې واخلي.
  • د کره موقعيت ځانګړنې له فعالولو څخه وروسته، تاسې کولی شئ چې د خپلې خوښې يو موقعيت (د مثال په ډول ښار يا سيمه) له خپل ټويټ سره ضميمه کړئ. په اسانۍ سره د ټويټ ليکلو پرمهال د موقعيت نښه کوونکي باندې کليک وکړئ او هغه موقعيت انتخاب کړئ چې تاسې غواړۍ ضميمه يې کړئ.
    ياددښت: يو ځل چې تاسې له يو موقعيت سره ټويټ وکړئ، نو ستاسې په بل ټويټ کې به په اتومات ډول يو عامه ځای شامل وي‎. داچې يو وخت څه ډول موقعيت بندولی شئ، په اړه يې نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • کېدی شي چې دريمګړي اپليکيشنونه او ويبسايټونه تاسې ته اجازه درکړي چې د کره موقعيت په ګډون، له موقعيت سره ټويټ وکړئ. مونږ له دې پراختيا ورکونکو څخه غوښتنه کوو، هغه مهال چې تاسې د هغوی د توليداتو له لارې له موقعيت سره ټويټ کوئ، په څرګند ډول واضح کړي چې کوم معلومات شريکوي. 
     

له خپل ټويټ سره د موقعيت په اړه د معلوماتو له ضميمه کولو پرمهال زه د څه شي کنټرول په واک کې لرم؟
 

حتی له موقعيت سره د ټويټ له فعالولو څخه وروسته هم تاسې په شريک شوي ټويټونو (او د موقعيت معلوماتو په نوعيت) کنټرول لرئ. ددې په نظر کې نيولو سره:

  • په عادي ډول د ټويټ کولو موقعيت غير فعال وي او اړينه ده چې دا خدمت فعال کړئ.
  • تاسې هر وخت کولی شئ چې د ټويټ موقعيت فعال يا غير فعال کړئ. 
  • تاسې کولی شئ چې په يو ځای کې د خپل موقعيت په اړه پخواني معلومات چې ستاسې به ټويټونو کې څرګندېږي، لمنځه يوسئ (د قدم په قدم لارښوونو لپاره دا مقاله وګورئ)
  • د هغو معلوماتو د مقدار په اړه چې آنلاين يې شريکوئ، هيښ او محتاط واوسئ. کېدی شي داسې نوي معلومات وي چېرې چې غواړئ خپل موقعيت له نورو سره شريک کړئ ("رسم ګذشت اوس پيلېږي" يا "يو ټرک همدا اوسمهال خوندور چاکليټونه په ټول سرک باندې وشيندل") او داسې نوي معلومات وي چېرې چې تاسې غواړئ خپل موقعيت محرم وساتئ. لکه څرنګه چې تاسې ممکن و نه غواړئ د خپل کور د موقعيت په اړه معلومات ټويټ کړئ، په ورته ډول د مهربانۍ له مخې له هغو موقعيتونو څخه د ټويټ کولو پرمهال هيښ واوسئ چې نه غواړئ نور يې وويني.
  • په ياد ولرئ کله چې تاسې د ټويټ موقعيت فعالوئ، په احتمالي ډول تاسې ته د موقعيتونو سپارښتنه کېږي، مګر تاسې بيا هم کولی شئ وټاکئ چې ستاسې موقعيت دې له هر ټويټ سره شريک نشي (د لارښوونو لپاره دا مقاله ووينئ ).
  • ددې لپاره چې هر وخت له هغو معلوماتو څخه خبر واوسئ چې تاسې شريکوئ، د مهربانۍ له مخې خپل ځان زمونږ د موقعيت له عمومي تنظيماتو او د هغو اپليکشنونو او آلو له تنظيماتو سره اشنا کړئ چې تاسې ترې ټويټ کوئ.
  • په ياد ولرئ، کله چې تاسې يو څه آنلاين پوسټ کړئ، نو نور خلک ستاسې بوسټونه ګوري.
     

د موقعيت په اړه کوم معلومات نورو ته څرګندېږي؟
 

  • د جغرافيوي موقعيت په اړه ټول معلومات (عرض البلد او طول البلد) د موقعيت په ډول پيلېږي چې ستاسې له براوزر يا آلې څخه لېږل کېږي. پرته له دې چې تاسې دا ځانګړنه نه وي فعاله کړي او د خپلې آلې يا براوزر څخه مو مونږ ته د خپلو مختصاتو (کوارديناتو) په اړه معلومات نه وي رالېږي، ټويټر د موقعيت په اړه معلومات نه ښکاره کوي،
  • که چېرې وغواړئ چې د خپل موقعيت په اړه معلومات له خپلو ټويټونو سره ضميمه کړئ، ستاسې د غوره کړي موقعيت ليبل د ټويټ شوي خط څخه لاندې ليدل کېږي.
  • په x.com کې تاسې کولی شئ چې د موقعيت يو ليبل لکه د يوې سيمې يا ښار نوم انتخاب کړئ.
  • کله چې تاسې په ټويټر کې د iOS او انډرويډ لپاره په اپليکيشن کې له داخلي کمرې څخه په ګټې اخيستنې سره له خپل ټويټ سره يو انځور يا ويډيو ضميمه کوئ او د خپل کره موقعيت د ضميمه کولو لپاره په اړونده اختيار باندې کليک وکړئ، نو دغه ټويټ به ستاسې د خوښې موقعيت ليبل او ستاسې د آلې کره موقعيت (عرض البلد او طول البلد) دواړه ولري چې د API له لارې پيدا کېدلی شي. کېدی شي چې ستاسې کره موقعيت د هغه موقعيت د ليبل په پرتله لا ډېر کره وي چې تاسې يې غوره کوئ. د محلي شېبو د شريکولو پرمهال دا چاره ګټوره ثابتېږي.
    ياددښت: د اپليکيشن د داخلي کمرې څخه د خپل کره موقعيت د شريکولو اختيار اوسمهال يواځې د iOS لپاره د ټويټر په نوې بڼې (6.26 يا له دې څخه نوې) او د انډرويډ لپاره د ټويټر په نوې بڼې (5.55 بڼه يا له دې څخه نوې) کې موجود دی. 
  • داچې ستاسې په ټويټ کې بايد کره کواردينات، يا يواځې ځای شتون ولري، د اپليکيشن پراختيا ورکوونکو لپاره اړينه ده چې په دې اړه مطمئن واوسي. کله چې تاسې د يوه دريمګړي اپليکيشن يا موبايل آلې له لارې ټويټ کوئ، بايد روښانه وي چې ستاسې په ټويټ کې څه ډول معلومات شامل وي.

ياددښت: په ځينو سيمو کې، تاسې اختيار لرئ چې خپل ټويټ له ځينو ځانګړو تجارتي ځايونو، ځايي نښو يا د علاقې وړ ځايونو سره ضميمه کړئ. دا ځايونه د Foursquare منبع څخه راخيستل کېږي. که چېرې په يو ځای کې کومه ستونزه وينئ، نو د مهربانۍ له مخې په اړه يې د Foursquare د مرستې مرکز ته خبر ورکړئ. که چېرې يو ناوړه ټويټ سره مخامخ کېږئ، نو د مهربانۍ له مخې يې ټويټر ته په اړه راپور ورکړئ.

دا مقاله له نورو سره شريکه کړئ