Skip to main content

په موبايل آلو کې له کره موقعيت څخه څه ډول ګټه اخيستلی شو

د ټويټر د رسمي اپليکيشنو له لارې د کره موقعيت فعالول ټويټر ته لار هواروي ترڅو ستاسې د کره موقعيت لکه GPS معلومات راټول، ذخيره او ګټه ترې واخلي. ددې چارې په مرسته مونږ کولی شو چې خپل يو لړ خدمتونه چمتو کړو، پراختيا ورکړو او اصلاحات پکې رامنځته کړو چې لاندې خدمتونه پکې شامل دي، مګر تر دې محدود ندي:

څرنګه کولی شو چې د آلې په کچه د موقعيت خدمتونه فعال او غير فعال کړو
  1. د خپلې آلې تنظيماتو (Settings)ځانګړې ته لاړ شئ او په محرميت (Privacy) باندې کليک وکړئ.

  2. په موقعيت خدمتونو (Location Services) باندې کليک وکړئ.

  3. د ځای خدمتونو (Location Services) ته مخامخ، سلايډر راکش کړئ ترڅو ځانګړنه فعاله شي.

  4. بيا د ټويټر ايپ په ليست کې پيدا او هيڅ کله (Never) يا کله چې ايپ استعمالوم (While using the app) باندې کليک وکړئ.

د ټويټر اپليکيشن په داخل کې څه ډول د حساب په کچه کره موقعيت فعال او غير فعالولی شو
  1. په پورته مينو کې، په خپل پروفايل (profile) ایکن باندې کليک وکړئ، بيا په تنظيمات او محرميت (Settings and privacy)باندې کليک وکړئ.

  2. په محرميت او خونديتوب (Privacy and Safety) باندې کليک وکړئ.

  3. له خونديتوب (Safety)لاندې، د موقعيت (Location) په برخه کې په دقيق موقعيت (Precise location) باندې کليک وکړئ.

  4. د دقيق موقعيت (Precise location) په صفحه کې سلايډر راکش کړئ ترڅو ځانګړنه چالانه يا بنده شي.

دا مقاله شريکه کړئ