خپل حساب څنگه غیر فعال کړئ
له >x< څخه دمه اخلئ؟ پوه شوو. ځينې وختونه ښه ده له هغه څه چې پېښېږي لږ لرې وو. که تاسو د دایمې دمې په لټه کې یئ، موږ بیا هم مرسته کولای شو. د خپل >x< حساب د غیر فعالولو - یا ړنگولو لپاره - په اړه زموږ گام په گام لارښوونې تعیقب کړئ.
- د >x< حساب غیر فعالول د ړنگولو پر وړاندې
- د >x< حساب غیرفعالول
- د >x< حساب ړنگول
- مهم ټکي چې د >x< حساب له غیرفعالولو مخکې پرې پوه شئ
- خپل حساب څنگه غیر فعال کړئ
- د غیر فعالولو متداولې پوښتنې
د >x< حساب غیر فعالول د خپل حساب د دایمي ړنگولو لپاره لومړنی گام دی. غیر فعالول ۳۰ ورځې نیسي. که د غیرفعالولو په ۳۰ ورځنۍ موده کې خپل حساب ته لاسرسی پیدا نه کړئ، ستاسو حساب ړنگېږي او ستاسو کارن نوم به نور ستاسو له حساب سره تړاو و نه لري.
د لوري موندلو مینو (navigation menu)آیکن کېکاږئ، بیا تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy)کېکاږې.
پرخپل حساب کېکاږئ، بیا خپل حساب غیر فعال کړئ کېکاږئ.
د حساب د غیر فعالولو معلومات ولولئ، بیا غیر فعال کړئکېکاږئ.
له غوښتنې وروسته خپل پټ نوم ولیکئ او غیر فعال کړئکېکاږئ.
د هو، غیر فعال کړئپه کېکاږلو سره تایید کړئ چې غواړئ ادامه ورکړئ.
که پوه شوئ چې په >x< پسې خپه شوي یئ او له ۳۰ ورځو څخه لږ وخت تېر شوی وي، سیستم ته دننه شئ او د خپل حساب د بیا فعالولو لپاره دغه پړاونهتعقیب کړئ.
گډونونه او د حساب غیر فعالول
د >x< د حساب غیرفعالول په اتومات توگه د >x< گډونونه نه لغوه کوي. که تادیه شوي فعال ګډونونه ولرئ (لکه >x< Premium، Super Follows) چې د >x< کاریال له لارې مو پېرلي وي، فعال به پاتې شي. تاسو کولای شئ دغه گډونونه د هغه پلټفارم چې په پیل کې مو گډون په کې کړی، له لارې اداره کړئ. په >x<.com پېرل شوي گډونونه به وروسته له دې چې خپل حساب غیر فعال کړئ، په اتومات ډول لغوه شي.
د >x< Premium گډون څنگه لغوه کړو
د Super Follows گډون څنگه لغوه کړو
د غیر فعالولو متداولې پوښتنې
د غیر فعالولو په ۳۰ ورځنۍ موده کې به ستاسو مستقیم پیغامونه ړنگ نه شي. کله چې د غیر فعالولو موده پای ته ورسېږي او ستاسو حساب ړنگ شي، هغه مستقیم پیغامونه به هم ړنگ شي چې تاسو استولي دي.