دوه-عامله تصدیق څرنګه وکاروو
دوه-عامله تصدیق ستاسې د ټویټر حساب د امنیت لپاره یوه اضافي لایه ده. د دې پر ځای چې د دننه کېدو لپاره یوازې رمز ورکړئ، یو کوډ هم دننه کړئ یا امنیتي کلید وکاروئ. دغه اضافي ګام له تاسو مرسته کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې یوازې او یوازې تاسې کولای شئ خپل حساب ته لاسرسی ولرئ. د نوم لیکنې په مهال به موږ دا هم یقیني کړو چې تاسې له خپل حساب سره تصدیق شوی برېښنالیک لرئ. په دې توګه به موږ وکولای شو چې ستاسې برېښنالیک له تاسې سره د خبرو اترو لپاره وکاروو تر څو ستاسې حساب خوندي واوسي.
وروسته له هغه چې تاسې دا ځانګړنه فعاله کړه، نو تاسې به خپل رمز، سره له یوه ثانوني دننه کېدو میتود – یا یو کوډ، د یوه اپلیکیشن له لارې د دننه کېدو تصدیق یا هم خپل حساب ته د دننه کېدو لپاره یوه فزیکي امنیتي کلید ته اړتیا ولرئ.
د iOS لپاره:
په پورتنۍ مینو کې، پر خپل پروفایل (profile) ایکن باندې کلیک وکړئ، وروسته پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) باندې کلیک وکړئ.
پر حساب (Account)کلیک وکړئ او بیا وروسته پر امنیت(Security) باندې کلیک وکړئ.
پر دوه-عامله تصدیق باندې کلیک وکړئ.
دلته درې میتودونه دي چې تاسې کولای شئ یو یې ترې وټاکئ: لیکلی پیغام (Text message)، د تصدیق اپلیکیشن (Authentication app)، یا د امنیت کلید (Security key).
کله چې مو نوم لیکنه وکړه او خپل حساب ته ننوتئ، نو له تاسې څخه به وغوښتل شي چې دوه-عامله تصدیق میتود ورکړئ، چې تاسو تر دې دمه د ننوتو پر مهال له خپل پټ نوم سره یو ځای کارولی و. تاسو به همدارنګه د جلا دوه-عامله تصدیق د میتود د غوره کولو غوراوی ووینئ. که مو غوښتل چې مخکې ولاړ شئ، نو په اسانۍ سره کلیک وکړئ. د دننه کېدو د پای ته رسولو لپاره پر پرده راغلې لارښوونې وڅارئ.
د لیکلي پیغام له لارې نوم لیکنه:
د لیکلي پیغام څنګ ته پر چیک بکس کلیک وکړئ.
خپل رمز دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.
د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پیلولو (Get Started) باندې کلیک وکړئ.
که چیرته تاسو دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.
یادښت: که چیرته تاسې له خپل حساب سره کومه ثبت شوې د ټلیفون شمېره نه لرئ، نو له تاسې به وغواړو چې هغه دننه کړئ. سربېره پر دې، تاسو کولای شئ دغه غوراوی انتخاب کړئ تر څو ستاسو موجود مخاطبین وکولای شي تاسې په ټویټر کې ومومي.اوس به موږ له تاسې څخه وغواړو چې د تایید کوډ چې تاسو ته د لیکلي پیغام له لارې استول شوی و، هغه دلته دننه کړئ. کوډ مو پیسټ یا ولیکئ، چې په دې سره به تاسې د بیا ترلاسه کولو کوډ سره مل د تایید پرده ووینئ. موږ تاسې ته سپارښتنه کوو تر څو د دې کوډ سکرین شاټ واخلئ چې په راتلونکې کې یې بیا وکاروئ. دغه کار به له تاسې سره مرسته وکړي چې که چیرته تاسې خپل موبایل ورک کړئ یا خپل د موبایل شمېره بدله کړئ بیا به هم خپل حساب ته لاسرسی لرئ.
کله چې پر دغه پرده باندې ستاسې کار پای ته ورسید نو پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.
د تصدیق اپلیکیشن له لارې نوم لیکنه:
د تصدیق اپلیکیشن(Authentication app) ته نږدې بکس باندې کلیک وکړئ.
د عمومي کتنې لارښوونې ولولئ او بیا پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.
که در څخه وغوښتل شو، نو خپل رمز ورکړئ او پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.
که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.
له تاسې به وغوښتل شي چې خپل د تصدیق اپلیکیشن له خپل حساب سره د QR کوډ په سکن کولو ونښلوئ. (که چیرته تاسې په خپله وسیله کې کوم انسټال شوی اپلیکیشن نلرئ، نو باید ډاونلوډ یې کړئ. تاسې کولای شئ د وخت پر بنسټ یو ځل کاریدونکی رمز (Time-based One Time Password, TOTP) د تصدیق اپلیکیشن وکاروئ لکه د Google Authenticator، Authy،Duo Mobile ، 1Password او داسې نور.)
کله چې مو QR کوډ سکن کړ، بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ.
د خپل تصدیق د اپلیکیشن له خوا جوړ شوی کوډ دننه کړئ او بیا پر تایید (Verify) باندې کلیک وکړئ.
تاسې به د تایید پرده ووینئ. د تنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پوه شوم (Got it) کلیک وکړئ.
اوس د خپل تصدیق د اپلیکیشن له لارې، تاسې کولای شئ په خپل ټویټر حساب کې د دننه کېدو لپاره دا کوډونه ووینئ او ویې کاروئ.
د امنیتي کلۍ له لارې نوم لیکنه وکړئ:
پر امنیتي کلۍ (Security key) کلیک وکړئ.
کله چې څرګن شو، نو خپل رمز ولیکئ.
که چیرته تاسې دا کار له پخوا څخه نه وي کړی، نو موږ به له تاسې څخه وغواړو چې د خپل ټویټر حساب لپاره یو برېښنالیک تصدیق کړئ: خپل برېښنالیک مو دننه کړئ او بیا پر راتلونکې (Next) کلیک وکړئ. موږ به وروسته تاسې ته د برېښنالیک له لارې د تایید کوډ در واستوو. بیرته خپل د ټویټر حساب ته ولاړ شئ او هلته خپل کوډ ورکړئ او بیا پر تایید (Verify) کلیک وکړئ.
عمومي کتنه ولولئ او بیا پر پیل (Start) باندې کلیک وکړئ.
تاسې کولای شئ همدا کلید (کلیدونه) د خپل موبایل وسیلې په UBS پورټ کښې دننه کړئ، یا هم د بلوتوت یا NFC له لارې یې سېنک کړئ. کله چې مو دننه کړل، نو خپل د کلید بټن سره تماس وکړئ.
Fتنظیم د پای ته رسولو لپاره پر پرده باندې راغلې لارښوونې تعقیب کړئ.
کله چې مو دا کار ترسره کړ، ستاسې امنیتي کلید (کلیدونه) به په د امنیتي کلیدونو مدیریت (Manage security keys) برخې کې چې تر دوه عامله تصدیق (Two-factor authentication) لاندې دی را ښکاره شي. له هغه ځایه، تاسې کولای شئ خپل امنیت کلید (کلیدونه) تغییر یا حذف کړئ، او هر وخت کولای شئ چې له خپل حساب سره اضافي امنیتي کلیدونه اضافه کړئ.
یادښت: که چیرته تاسې د اضافي دوه-عامله تصدیق د ساتنې لپاره امنیتي کلید اضافه کړی وي، نو د اضافي ساتنې لپاره د بیا ترلاسه کولو د نورو میتودونو کارولو ته اړتیا نه لرو. امنیتي کلیدونه ستاسې د تصدیق لپاره د یوازیني میتود په بڼه کارول کېږي، پرته له دې چې نور میتودونه مو روښانه کړي وي.
که چیرته تاسې د 2016 کال د مارچ له 21 وړاندې د دننه کېدو تایید لپاره نوم لیکنه کړې وي:
کله چې تاسې په x.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ یا هم په بله وسیله کې لکه د iOS لپاره ټویټر، د Android لپاره ټویټر یا mobile.x.com کې، نو ستاسې ټلیفون ته به خبرتیا درشي. خبرتیا پرانیزئ تر څو د دننه کېدو غوښتنه ومنئ. کله چې تاسې دا ومانه، نو تاسې به سمدلاسه په x.com کې خپل حساب ته دننه شئ.
همداشان ښایې تاسې د SMS لیکلي پیغام له لارې د دننه کېدو کوډ تر لاسه کړئ. کله چې تاسې په x.com کې خپل حساب ته دننه کېږئ نو کولای شئ غوره کړئ چې خپل ټلیفون ته د لیکلي پيغام له لارې د کوډ استولول پر غوښتنې کلیک وکړئ.
یادښت: تاسې کولای شئ له اپلیکیشن څخه د امنیت (Security) په کلیک کولو او بیا د دننه کېدو د غوښتنې (Login Requests) پر کلیک کولو سره خپل د دننه کېدو غوښتنې ومنئ یا یې رد کړئ. په لیست کې ښکته ولاړ شئ تر څو نوې غوښتنې ووینئ. غوښتنې به پر دغه پرده راښکاره شي، ان که چیرته تاسې کومه خبرتیا هم ترلاسه نکړه.
دوه-عامله تصدیق څرنګه بند کړو:
په پورتنۍ مینو کې د خپل پروفایل (profile) پر ایکن کلیک وکړئ او بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) باندې کلیک وکړئ.
پر حساب (Account) کلیک وکړئ او بیا پر امنیت (Security) باندې کلیک وکړئ.
د خپل ټاکل شوي دوه-عامله تصدیق میتود ته نږدې سلایډر باندې کلیک وکړئ تر څو هغه بند شي
پر Turn off دوه ځلې کلیک وکړئ تر څو خپله ټاکنه تصدیق کړئ
لنډ مهاله رمز
کله چې تاسې د >x<.com له لارې خپل حساب ته دوه-عامله تصدیق فعاله کړ، نو په نورو وسایلو یا اپلیکیشنونو کې ټویټر ته د دننه کېدو لپاره به لنډ مهاله رمز کارولو ته اړتیا ولرئ او هلته به له تاسې څخه د خپل ټویټر د رمز د لیکلو غوښتنه وشي؛ تاسې به ونشئ کولای چې د خپل معمول کارن نوم او رمز د ترکیب په کارولو سره دننه شئ. که چیرته موږ دا وموندله، نو تاسې به دننه کېدو لپاره لنډ مهاله پټ نوم ته اړتیا ولرئ، موږ به هغه د SMS لیکلي پیغام له لارې ستاسې ټلیفون ته در واستوو. همدارنګه د دې پر ځای، تاسې کولای شئ خپل لنډ مهاله رمز جوړ کړئ.
- د څنګ په مینو کې، پر نور (More) باندې کلیک وکړئ او بیا پر تنظیمات او محرمیت (Settings and privacy) کلیک وکړئ.
- پر امنیت او د حساب لاسرسي (Security and account access) باندې کلیک وکړئ، وروسته پر امنیت (Security) کلیک وکړئ.
- پر دوه-عامله تصدیق (Two-factor authentication) باندې کلیک وکړه.
- پر لنډ مهاله رمز (Temporary password) کلیک وکړئ.
یادښت: ستاسې لنډ مهاله رمز به له یوه ساعت وروسته منقضي شي. تاسې د iOS په ټویټر یا د Android په ټویټر، یا هم mobile.>x<.com کې د دننه کېدو لپاره کوم لنډ مهاله رمز ته اړتیا نلرئ.