دا پاڼه هغه معیارونه مستند کوي چې مخکې د آبی تایید شوي نښان د ترلاسه کولو لپاره کارول کېدل. >x< د ۲۰۲۲ د نومبر له ۷مې وروسته تر دغو معیارونو لاندې د تایید لپاره نوي غوښتنلیکونه نه مني. که څه هم دغه پالیسي به لا هم پر هغو حسابونو د پلي کېدلو وړ وي چې له دې نېټې څخه مخکې یې نښان ترلاسه کړی.
کولای شئ دلته د آبي نښې ترلاسه کولو لپاره زموږ د اوسنۍ پروسې په اړه نور پوه شئ.
د تایید لپاره اړتیاوې
د تایید د غوښتنې طریقه
د تایید برخې یا کټگورۍ
په شرایطو نابرابر حسابونه
متداولې پوښتنې او د تایید شوي حالت له لاسه ورکول
د تایید لپاره اړتیاوې
په >x< کې آبي تایید شوی نښان خلکو ته اجازه ورکوي څو پوه شي چې د عامه علاقې اړوند یو حساب کره دی. د آبي نښان ترلاسه کولو لپاره، ستاسو حساب باید کره، مشهور، او فعال وي.
د پلټفارم د کارنانو تر منځ د باور د هڅولو او ساتلو لپاره، د تایید کېدلو لپاره باید له >x< سره خپل هویت تایید کړئ. برخې یا کټگورۍ ته په کتلو سره، له تاسو څخه غوښتل کېږي چې د خپل هویت د تایید له لاندې طریقو څخه یوه یې غوره کړئ.
- رسمي وېبسایټ: د یوه رسمي وېبسایټ تړونی یا لینک وړاندې کړئ چې تاسو (یا ستاسو سازمان) او د >x< حساب ته مراجعه کوي. د افرادو لپاره، هغه سازمان چې وېبسایټ لري باید په >x< کې تایید شوی وي.
- د پېژند تایید: د حکومت له خوا د هویت د صادر شوي رسمي باوري سند، لکه خپل د موټر چلولو جواز یا پاسپورټ عکس وړاندې کړئ. دغه اړتیاوې پر افرادو پلي کېږي، نه په شرکتونو، برنډونو، یا سازمانونو.
- رسمي برېښنالیک پته: د خپلې خوښې کړې د شهرت برخې یا کټگورۍ اړوند یوه ډومین سره یو رسمي برېښنالیک پته وړاندې کړئ. د افرادو لپاره، هغه سازمان باید په >x< کې تایید شوی وي چې ډومین ورسره تړلی دی.
د تایید د غوښتنې طریقه
1 ګام
خپل د پېژنیال آیکن ته ولاړ شئ او اصلي مینو پرانیزئ.
2 ګام
تنظیمات او محرمیتغوره کړئ.
3 ګام
خپل حساب غوره کړئ.
4 ګام
د حساب معلومات غوره کړئ. د ادامې لپاره ښايي اړتیا وي چې خپل پټنوم دننه کړئ.
5 ګام
تر تایید شوي لاندې، د تایید غوښتنه غوره کړئ. بیا ښکته ولاړ شئ او اوس غوښتنه وکړئ غوره کړئ.
د تایید برخې یا کټگورۍ
د برخو یا کټگوریو او فرعي برخو یا فرعي کټگوریو له مخې د کرهوالي، شهرت او فعالیت لپاره ځانگړې اړتیاوې لاندې تشریح شوي:
د حکومتي ادارو حسابونه
د اوسنیو حلکومتي ادارو، وزارتونو، او بنسټونو حسابونه.
مخکې شرطونه:
- هغه حسابونه چې په خپل پېژنیال کې یو رسمي حکومتي URL ته اړوند تړونی لري
- حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.
همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کرهوالي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.
- لږترلږه د ۵ اړوندو مقالو تړوني چې غوښتني ته یې څو ځله د حکومتي ادارې یا عامه خدماتو په توگه اشاره کړې وي.
- له رسمي حکومتي ډومین سره یو برېښنالیک پته تایید کړئ
- هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او ستاسو د سازمان د >x< کارن یا رسمي برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي د غوښتونکي د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي.
په حکومت کې اشخاص
د فدرالي یا ایالتي کچې د حکومتي چارواکو حسابونه، لکه د ایالت مشران، ټاکل شوي چارواکي، گمارل شوي وزیران، سفیران، او رسمي ویاندان.
مخکې شرطونه:
- حساب د دوی په بایو (bio) کې د دوی حکومتي دندې ته اشاره کوي.
حساب د دوی په بایو (bio) کې د دوی حکومتي دندې ته اشاره کوي.
- دا د دوی د دفتر لپاره د دوی رسمي حساب دی، نه شخصي یا د کمپاین حساب
- حساب د دوی په پېژنیال کې د رسمي حکومتي URL تړونی لري
- اوس په هغه حکومتي اداره کې خدمت کوي چې د دوی په بایو (bio) کې یاده شوې.
- حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.
همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کرهوالي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.
- د تایید شوي حکومتي بنسټ په رسمي سایټ کې ستاسو نوم یا د >x< کارن ته عمومي مراجعه؛ URL باید د مراجعې ځانگړې پاڼې سره تړونی یا لینک ولري
- لږترلږه د ۵ خبري مقالو تړوني چې ستا په حکومتي دنده کې تا ته اشاره کوي
- له رسمي حکومتي ډومین سره یو برېښنالیک پته تایید کړئ
- ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
د ادارو لپاره نوماندان
په راتلونکو ټاکنو کې په ایالتي کچه یا ملي کچه د عامه ادارو یا دندو لپاره د رسمي نوماندانو حسابونه. نوماندان به وړ و نه گڼل شي مگر دا چې د ټاکنو اړوند اداره کې یې نوم لیکنه وکړې.
مخکې شرطونه:
- حساب دې ته اشاره کوي چې دی نوماند دی او د کومې ادارې یا دندې لپاره مبارزه کوي
- حساب د کمپاین د وېبسایټ د URL تړوني لري
- شخص په رسمي توگه په ایالتي یا ملي کچه په عامه ټاکنو کې چې تر اوسه نه دي شوي، د ټاکنو په اړونده اداره کې نوم لیکنه کړې
- حساب باید په پورتنۍ برخه یا کټگورۍ کې تشریح شوي معیارونه پوره کړي چې «فعال» حسابونه ښيي.
همدارنگه ښايي له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل شهرت او کرهوالي د ټاکلو لپاره لاندې معلومات وړاندې کړئ.
- ستاسو د کمپاین رسمي وېبسایټ تړونی، چې ستاسو د >x< کارن ته اشاره یا مراجعه کوي
- د ۵ خبري مقالو تړوني چې له غوښتنې څخه مخکې په تېرو ۶میاشتو کې خپرې شوي او تاسو ته د ادارې یا دندې لپاره د نوماند په توگه اشاره کوي
- ستاسو د حکومت له لوري صادر شوي باوري پېژندپاڼې (ID) تصویر
- هغه رسمي وېبسایټونه او خبري مقالې چې له مخکې تایید شوو سازمانونو خپرې کړي وي او ستاسو د >x< کارن یا رسمي برېښنالیک پتې ته اشاره کوي، کېدای شي ستاسو د حساب په کره کولو کې مرسته وکړي.
پر شرایطو نابرابر حسابونه
ځینې حسابونو د آبي نښان لپاره د اړتیاوو (کره، مشهور، او فعال) پر پوره کولو سربېره پر شرایطو برابر نه دي، په شمول دې:
- تقلیدي (Parody)، د خبرونو (newsfeed)، تبصرې (commentary)، او د پلویانو (fan) غیر رسمي حسابونه
- کورني څاروي او افسانوي شخصیتونه، مگر دا چې په مستقیم ډول له یوه تایید شوي شرکت، برنډ، یا سازمان، یا د ساتېري له یوه تایید شوي تولید سره تړاو ولري
- هغه حسابونه چې زموږ د پلټفارم د لاسوهنې او سپم پالیسۍ په جدي سرغړونو کې ښکېل دي، لکه د تعقیب کوونکو او ښکېلتیا پېرل او پلورل
- د هغو اشخاصو او ډلو حسابونه چې له همغږي شوي زیان رسوونکي فعالیت، یا کرکجنې منځپانگې سره تړاو لري لکه څرنگه چې د >x< د اعلاناتو په پالیسي کې تعریف شوي، یا د نړیوالې محکمې (court/tribunal) یا د یوه نړیوال سازمان له لوري واک لرونکي حقیقت موندونکي ماموریت یا د څېړنو کمېسیون له لوري د بشري حقونو د سترو سرغړونو مرتکبین گڼل شوي وي، ښايي د تایید لپاره وړ نه وي - ان که په >x< کې د دوی فعالیت د >x< له قوانینو څخه سرغړونه هم نه کوي
- هغه حسابونه چې په معمول ډول داسې منځپانگه خپروي چې کوم شخص یا ډله ځوروي، شرموي یا یې سپکاوی کوي - په ځانگړې توگه د نژاد، توکم، ملي منشا، جنسي تمایل، جنډر هویت، مذهبي تړاو، عمر، معلولیت، روغتیايي/جنیټيکي حالت، د پخواني سرتېري د حالت، د پناه غوښتونکي د حالت، یا د کډوال د حالت له امله - یا داسې منځپانگه خپروي چې د یوې ډلې دغړو غوره والی یا گټې په داسې ډول ترویجوي چې په احتمالي توگه د دې برخو یا کټگوریو له مخې سپکوونکې گڼل کېږي؛ او
- هغه حسابونه چې د غوښتنلیک په پروسه کې د غیرمجازې مرستې په وړاندې کولو سره په خپله د تایید د نښان پلور ترویجوي**
متداولې پوښتنې او د تایید شوي حالت له لاسه ورکول
تایید څه معنا؟
په >x< کې آبي تایید شوی نښان خلکو ته اجازه ورکوي څو پوه شي چې د عامه علاقې اړوند یو حساب کره دی.
څوک په >x< کې تایید کېدای شي؟
د دې لپاره چې تایید شي، ستاسو حساب باید مشهور او فعال وي. د مشهورو حسابونو ډولونه چې اوس یې موږ تاییدوو په لاندې ډول دي:
- حکومت
- خبري ادارې، په خبرونو کې اشخاص او خبریالان
- شرکتونه، برنډونه او سازمانونه
- ساتېري
- سپورتونه او لوبې
- فعالین او تنظیموونکي
- منځپانگه جوړونکي او اغېزناک شخصیتونه
څوک کولای شي د >x< تایید ترلاسه کړئ؟
هر څوک کولای شي د تایید غوښتنه وکړي. مهرباني وکړئ مخکې له غوښتنې څخه، اړتیاوې ولولئ څو پوه شئ چې آیا ستاسو حساب پر شرایطو برابر دی او که نه. د تایید د غوښتنې طریقه زده کړئ.
څنگه کولای شم د >x< تایید ترلاسه کړم؟
لومړی، ډاډه شئ چې د تایید لپارهاړتیاوې او برخې یا کټگورۍ پوره کوئ. که ستاسو حساب معیارونه پوره کوي، د تایید د غوښتنې د طریقې پړاونه تعقیب کړئ.
څنگه پوه شم چې زه تایید شوی یم؟
په خپل >x< پېژنیال کې آبي تایید شوی نښان وگورئ. ټول تایید شوي حسابونه د خپل ښودل شوي نوم تر څنگ نښان لري.
څنگه پوه شم چې یو څوک تایید شوی دی؟
په >x< کې تایید شوي حسابونه په ټول کاریال (app) کې د خپل ښودل شوي نوم تر څنگ آبي نښه لري.
د تایید نښه په اتومات ډول له یوه حساب څخه لرې کېدای شي؟
هو، زموږ د پالیسۍ د برخې په توگه، تایید شوي نښانونه به په اتومات ډول له غیر فعالو او نیمگړو حسابونو څخه لرې شي. د >x< یو بشپړ حساب داسې تعریف کېږي چې لاندې ټول عناصر ولري:
- تایید شوې برېښنالیک پته یا د تلېفون شمېره
- د پېژنیال انځور
- ښودل شوی نوم
کولای شم د خپل تایید شوي نښان د لرې کولو غوښتنه وکړم؟
اوس ناشونې ده چې له >x< څخه وغواړئ څو ستاسو تایید شوی نښان لرې کړي.
کولای شم د یوه بل حساب د تایید شوي نښان د لرې کولو غوښتنه وکړم؟
اوس ناشونې ده چې له >x< څخه وغواړئ څویو تایید شوی نښان لرې کړي.
ولې >x< ښايي له یوه حساب څخه تایید شوی نښان لرې کړي؟
د تایید شوي حالت د لاسه ورکولو په اړه راتلونکی ټب وگورئ.